Welcome - ښه راغلاست

ABOUTPenceunant.jpg

 پېنسونانټ ایساف ګرم او دوستانه دی، د ځان نښودونکو لارويانو کافي د لانبریس پر لار د رويال ويکټوريا هوټل ته په سل مېټرۍ کې د سنوډن په لاندېنۍ برخه کې موقعيت لري.

تاسو زمونږ له تود هرکلي څخه هميشه ډاډه اوسئ او له فکري خلکو سره د لېدنې فرصت ولرئ. مونږ د چای او کافي خدمت کوو، د خوشبويه مڼو اوبه او شراب، او ګرم چاکلېټ، او ځايي بير انتخابولی شئ.  مونږ د خواړو محدود انتخاب لرو، ليکن مونږ ستاسو هرکلی کوو، چې د چای څښلو لپاره له خپل ځان سره سپک خواړه راوړئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ! مونږ او زمونږ کافي د سنوډن سرمشريزې غونډې کتونکي نه يوو.

د سڼوډن په اړه

سنوډن ـــ یار ويدفا په وېلش کې- دا په ويلز کې تر ټولو لوړ غر دی، چې د سمندر له سطحې څخه ۱۰۸۵متره لوړوالی لري. دا په بریتانیا کې د تر ټولو بوخت غر په توګه تشریح شوی ــ او که چېرې تاسو د فصل په سرکې له پېنسونانټ ایساف څخه لېدنه کړې وي، نو تاسو به پوی وای، چې دا هر څه رېښتیا دي.

د لانبریس له کېڼ لور څخه ښي لور ته مهمې لارې په دې ډول دي-

      د لانبریس لار

دا اوږده لار ده، ليکن دا هم بايد په پام کې ولرو چې اسانه ده، ځکه ډېری برخې يې په تدريج سره سطحي دي، یعنې ژورې نه دي.

 د لانبریس له کېڼ لور څخه ښي لور ته مهمې لارې په دې ډول دي-

      د لانبریس لار

دا اوږده لار ده، ليکن دا هم بايد په پام کې ولرو چې اسانه ده، ځکه ډېری برخې يې په تدريج سره سطحي دي، یعنې ژورې نه دي.

پيګ ټرېک

پيګ ټرېک له پېن ــ وای ـ پاس موټر پارک څخه پېل کیږي او د کريب ګوچ ختيځ لور ته د بولچ وای موچ پر سر تیریږي.

مېنرز ټرېک

دا هم له پېن – وای ـ پاس موټر پارک څخه پيل کيږي او د سنوډن سر ته تر ټولو مشهوره لار ده.

 واکېن لار

 دا لاره غونډې ته تر ټولو مناسبه او تقاضا غوښتونکې لاره ده.

      د ریډ ډو لار

دا لار ځيني وختونه د بېډګالېټ په نوم هم يادیږي. دا له رېډ ډو کلي څخه پیل کيږي.

  د سنوډن رېنجر لار

د سنوډن رېنجر لار د لين کوېلين تر څنګ د ځوانانو يوې لېلیې(هاسټل)، د سنوډن رېنجر اورګاډي سټېشن ته نږدې له اې ۴۰۸۵ څخه پېل کيږي.

  سنوډن ته په اورګاډي کې 

د سنوډن غره رېل پټلۍ ـ په ۱۸۹۴ کال کې جوړه شوې ــ دا یوازې د سنوډن غره سر ته د رسېدو لار نه ده بلکې د سېلانيانو پوره پام ځان ته اړوي.

  په سر کې 

د سنوډن په سر کې  لومړۍ ودانۍ په ۱۸۳۸ کال کې جوړه شوې.د تېرو دېرش کالونو په نيمايي کې دلته یو نوی سټېشن او کافي جوړ شول، چې په پورټمېرون کې د اېټالېنېټ کلي جوړوونکي د ښاغلي کلوغ وېلیمز اېلیس لخوا ډېزاين شوي دي. هغه ودانۍ چې اوس یې مونږ ګورو، په ۲۰۰۶ کال کې د سلېټ کلاډ هفوډ اېريري ودانۍ پر ځای ودانه شوې ده.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، چې د سنوډن په سر کې يادې اسانتياوې د ټول کال په اوږدو کې نه وي، او په هافوۍ هاوس کې کوچنۍ کافي د فصل په اوږدو کې پرانېستې وي او ځيني وختونه بې له موسم څخه د اونۍ په پای کې هم پرانیستې وي.

پېنسونانټ ایساف چایخونه د کال په ۳۶۵ ورځو کې پرانېستې وي.

SC_Rail.jpg

 دلته رسيدل

په بس کې

لانبرېس څخه کېرنارفون، بنګور، او د کېپل کورېګ له لارې بيتوس ـ وای ـ کويد ته د بسونو ځايي ښه خدمت شتون لري.

دلته د تګ راتګ لپاره وقف شوی شېرپا شوټلبس هم شتون لري، چې د سنوډن شاوخوا خدمات پرمخ وړي، د هرې اصلي لارې په پېل کې خلک پورته او ښکته کوي.

په اورګاډي کې

دلته له لندن، ميدلينډز او د انګلينډ له شمال لويدیځ څخه د شمالي ویلز ساحل پورې، بنګور او بیا  انګليسي څخه په تېرېدو هوليهيډ پورې منظم اورګاډي شتون لري، چې بیا له هغه ځای څخه ايرلينډ ته کښتۍ (جاله) ځي.

د سنوډن غره رېللار خلک د سنوډن سر ته رسوي، له دې پرته، دلته بله کوچنۍ رېل لار هم شته ـ د لین پاډرن لنبېرس لېک رېلوۍ ـ تاسو په لانبرېس کې ويکټوريا هوټل ته نږدې پورته کوي، له سلټ ميوزيم څخه تېرېږي او بیا د لېن پاډرن شاوخوا پورې ځي.

د وېلش هایلينډ رېللار له کېرنارفون څخه تيريږي، کوز بيډجيليټ ته ـ د سنوډن لويديځ لوري ته په  ځينو لارو کې په اودرېدو سره ـ او پورتماډوګ ته، چېرته چې تاسو کولی شئ فېسټينیوګ رېللار واخلئ او خپل سفر بلايناو فېسټينيوګ کې پای ته ورسوئ.

 د یو کوچني پلان په لرلو سره تاسو کولی شئ، چې له کېرنارفون څخه پورتماډوګ ته په زړه پورې سفر ولرئ، تر بلايناو فېسټينيوګ پورې او زما اصلي کرښې لانډوډنو جنګشن ته، کېرنارفون ته د بېرته ستنېدو لپاره د بس په وسيله خپله دوره بشپړه کړئ.

SC_Ice.jpg

هوا

د سنوډن هوا مياشت په مياشت، ورځ په ورځ، ساعت په ساعت او مېنټ په مېنټ بدلیږي.

که تاسو پلان ولرئ، چې پورته لاړ شئ، نو غوره به وي، چې د هوا دقيقه وړاندوينه ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ، چې د مېټ آفېس په وېبپاڼې کې يې ومومئ، یا د پېنسونانټ کافي بهر د خبرتيا تختې څخه یې ترلاسه کړئ، يا په مهربانۍ سره د نیشنل پارک او يا د غره د هوا حالاتو له مالوماتي ادارې څخه يې لاس ته راوړئ.

په ځانګړې توګه دا په ياد ولرئ، چې د کلي په پرتله هلته د تودوخې درجه په لوړې کچې ټېټېدای شي او تاسو اړتيا لرئ، چې د بد حالت لپاره پوره چمتوالی ولرئ.

ICE2.jpg

 د غره ساتنه

د سنوډونيا غرونه د ګام وهلو لپاره غوره ځای دی لېکن دا مهمه ده، مخکې له دې چې تاسو لاړ شئ ښه تياری ولرئ.

هر وخت د هوا حالاتو وړاندوينه وګورئ ـ او دا خبرداری له ځان سره ولرئ، چې د غرونو په سر کې هوا ډېر ژر بدليږي.

که تاسو یوازې او يا ډلې سره روان یاست، بايد له ځان سره تل ځيني لومړني توکي ولرئ ـ ټول توکي د غرونو شاوخوا پلورنځيو کې په اسانۍ سره موندلی شئ.

ډېری لارې رېونده، خنډيزې او سېنه کشې دي، نو د لاسنيوونکو یوه ښه جوړه اړينه ده ـ یقيناً پر لاره به دروند دروند او ګوډ ګوډ نه ځئ او یو بل ته به ډېکې او ټېلې نه ورکوئ.

د تګ په وخت کې نقشه او کمپاس، د اوبوضد جامپر یا کوټ او اضافي پتلون، ګرمې جامې، په کڅوړه کې ډوډۍ او اوبه په پام کې ولرئ.

له یو جوړ غټو جامو څخه څو جوړه نرۍ جامې غوره دي، د اوږده مزل لپاره ښايي تاسو ګرم څښاک، شپېلۍ، څراغ له یوې اضافي بېټرۍ او ګروپ سره، په ځانګړې توګه په ژمي کې یوه وړينه خولۍ او دستکش، خولۍ، د لمرکریم او عینکو ته اړتيا ولرئ.

ډېری خلک پر ناهوارې ځمکې سفر کوي ـ او داسې لارې په سنوډن کې ډېرې دي، نو د لومړنۍ مرستې کوچني کټ لرل عالي نظر دی، حتی پر هوارې لارې د تګ لپاره هم.

ډاډ ترلاسه کړئ، چې تاسو لار پېژنئ ـ نه يوازې غره ته د ختلو لار، بلکې د بېرته راښکته کېدو لار هم وپېژنئ. که چېرې تاسو په بدلې لارې ښکته کېږئ، نو ډاډ ترلاسه کړئ، چې تاسو پوهېږئ، څنګه کولی شئ، بېرته خپل موټر یا هوټل ته لاړ شئ. هلته د غره شاوخوا په منظم ډول بسونه تګ راتګ کوي، خو په شپې کې نه تیريږي.

هڅه وکړئ او ملګري ته مو اجازه ورکړئ، چې ستاسو پر پلانونو پوی شي، او ستاسو بېرته راستنېدنه وګوري.

د غرونو ځينې برخې د فون سېګنل نه لري ـ په دې مانا، چې جي پي اېس مات مات وي!

او کېمره مه هېروئ!